۰

په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید له امله شپږ لمونځ کوونکي ووژل شول

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۸
په هرات ولایت کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د وسله والو په برید کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید له امله شپږ لمونځ کوونکي ووژل شول
په هرات ولایت کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د وسله والو په برید کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

دغه برید د دوشنبې په ورځ د غوايي په ۱۰ مه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې هغه مهال رامنځته شو، چې لمونځ کوونکي د مازدیګر له لمانځه وروسته د کورونو په لور روان وو.

په دې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

برید کوونکي پر موټر سایکل سپاره دوه تنه وسله وال کسان وو چې له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي