یو شمېر افغانانو او پخوانیو امریکایي پوځیانو په واشنګټن کې د کانګرېس ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې پرلت یو تن افغان ګډونوال او د افغان امریکايي بنسټ غړي جاوید کوټوال ویلي، دوی څلور ورځې مخکې دا پرلت پیل کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د دوی پرلت به له دوو اونیو څخه نیولی، کېدای شي تر شپږو میاشتو پورې ادامه ورکړي.
دی وايي، له پرلت یې موخه داده، څو د امریکا کانګرېس هغه قانون یا مصوبه تصویب کي چې نویو راغلیو افغانانو ته پکې د دایمې اوسېدو حق ورکول کېږي.
کوټوال زیاتوي، تېر کال په افغانستان کې د حکومت تر سقوط وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان امریکا ته د تخلیې په پروګرام کې بیول شوي او دوی ته د دوو کالو ویزه ورکړل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل