تاجکستان وايي، چې د افغانستان پولې ته نېږدې یې په خپل بدخشان ولایت کې تروریستي ضد عملیات پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا عملیات په بدخشان ولایت کې له هغو لاریونونو وروسته پیل شوي چې څو ورځې یې دوام وکړ.
لاریونوال وايي، والي او ښاروال د پولیسو په توقیف کې د یوه مدني فعال د وژل کېدو قضیه نه ده تعقیب کړې او له دې کبله د والي او ښاروال د استعفا غوښتنه لري.
تر دغه لاریونونو وروسته د تاجکستان چارواکي وايي، پوځ یې په خپل ناارامه بدخشان ولایت کې تروریستي ضد عملیات پیل کړي دي.
په همدې حال کې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندرې رودنکو وايي، د افغانستان له شمالي پولو اندېښنه لري.
ده د افغانستان د شمالي سیمو وضعیت پېچلی بلل زیاتوي، دې وضعیت نه یوازې د روسیې بلکې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه هم زیاته کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل