د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په واشنګتن ډي سي کې یې د افغانستان د سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې د دغه هېواد د کونسلګریو کنټرول رسما په خپل لاس کې واخیست.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه ناوخته خپره کړې ویلي، دوی د دغه دیپلومیاتیک ماموریت د امنیت او خوندیتوب بشپړ مسوولیت لري.
دغه وزارت زیاته کړې، چې په خپله خاوره کې به د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د شتمنیو مسوولیت تر ثاني امر پورې له دوی سره وي.
جمهورخبري آژانس:کابل