راپورونه وايي، د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر ویلي، د افغانستان وضعیت د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري او په خبره یې دمګړی دلته روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په ورته وخت کې ایټالوي لوري هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د لا پراختیا په برخه کې اغېزناک ګامونه اوچت شي.
د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به ګډ کار او د نظرونو شریکولو ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل