د ماليې وزارت وايي، په دې وروستیو کې له هېواده بهر ته د ډبرو سکرو به صادراتو کې بې مخینې زیاتوالی راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت زیاتوي، په وروستیو ۷ میاشتو کې کابو ۱.۸ میلیون ټنه د ډبرو سکاره بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته صادر شوي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو پر اساس له دغه صادراتو څخه ۱۶ میلیارده افغانۍ تر لاسه شوې دي.
سرچینه زیاتوي، د سکرو د صادراتو له درکه افغان حکومت ته یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عاید ورغلی دی.
د افغانستان د ډبرو سکاره له خورا ښه کیفیت برخمن دي، چې په وروستیو کې یې صادرات ډېر شوي او تر ډېره یې کانونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل