امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا په نیویارک ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د نیویارک په بروکلین میترو سټېشن کې یوه وسله وال کس چې د ګاز ضد ماسک یې اچولی و کړی دی.
دغه کس پر خلکو ډزې کړې دي او ۱۳ کسان یې ټپيان کړي دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
امریکايي پولیس وايي چې د برید اصلي انګېزه نه ده روښانه او بریدګر هم له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو پلټنه یې روانه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل