امریکايي پوځي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی افغانستان ته په نېږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان ریچارډ کلارک د امریکا د سنا ددفاعي کمېسیون غړو ته په خبرو کې کړې ده.
کلارک زیاته کړې، که څه دوی لا هم په افغانستان کې د دې جوګه دي چې ترهګرې ډلې تعقیب کړي خو تر هغه وروسته چې ځواکونه یې له افغانستان وتلي نو د یادو ډلو د څارلو وړتیا یې کمزورې شوې ده.
نوموړي ویلي، دوی اړ دي چې افغانستان د معاصرې ټکنالوژۍ پر مټ وڅاري، چې دمګړی دغه چاره هم له ستونزو او لګښتونو ډکه ده.
دی وايي، له همدې امله دوی افغانستان ته په نږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي.
امریکا وایي په دې برخه کې یې پراخې ديپلوماتیکې هڅې کړې دي خو تر دې دمه بې پایلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل