د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غونډه نن چهارشنبې د وري ۱۰ مه د افغانستان په اړه د ګاونډیو او سیمې او نړیوالو هېوادونو د غونډې په څنګ کې په بجېنګ کې شوې ده.
دا پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکنميدو وروسته د درې اړخيزو غونډو د ميکانيزم لومړۍ هغه ده چې نن په چين کې جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي په نننۍ غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، هيله لري چې د درې اړخيزو غونډو ميکانيزم بيا را ژوندۍ شي.
بلخي زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورته غونډو ته د زمينې د برابرولو له کبله له چين مننه کړې او ويلي يې دي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاريو لپاره ښه فرصتونه راټوکېدلي او دا ایجابوي چې درې واړه هيوادونه خپلمنځي همکارۍ لا ډيرې کړي.
متقي دغه راز ويلي چې افغانستان د بسپنو پر ځای له سيمې سره اقتصادي مشارکت ته ليوال دی. د متقي په خبره، افغانستان غواړي چي هم مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د ترانزټ له لاري سره وصل کړي او هم د افغانستان محصولات د پاکستان له لاري چین او هند ته ورسیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل