راپورونه وايي، په کندهار او اروزګان کې د دوه سیمه ییزه رسنیو مسوولین د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار سیمه ییزه رسنیو راپور ورکړیو چې د زما په نوم خصوصي رادیو مسوول میرویس اتل پرون شنبې د وري ۶ مه د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
ویل کېږي، اتل د طالبانو پر دغه اقدام چې د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې نیوکه کړې او له همدې امله نیول شوی دی.
له بلې خوا ویل کېږي اروزګان کې د پیستون په نوم خصوصي تلوېزیون رییس فریدالله مطیع هم د طالبانو پورې اړوند کسانو له خوا نیول شوی دی.
ویل کېږي، فریدالله مطیع د اروزګان د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان مطیع الله خان زوی او طالبانو ترې غوښتي، چې د مخکني حکومت پاتې وسلې او مهمات دوی ته وسپاري.
خو د اروزګان د والي دفتر د فریدالله مطیع له نیول کېدو بې خبري ښودلې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل