په غزني ولایت کې د لوښو او کالیو مېنځلو مایع د يوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې فابریکې په جوړولو به څه باندې یو مېلیون امریکايي ډالر لګښت راشي.
د دې فابريکې د جوړېدو په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د اسلامي امارت د دې فابريکې د پانګوالو ستاینه وکړه، چې په دې شرايطو کې یې پانګونې ته زړه ښه کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل