د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون خپل چینايي سیال شي جین پېنګ ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي، نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو پرون جمعه د مارچ ۱۸ مه نږدې دوه ساعته د اوکراین، ټایوان او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې وکړې.
سرچینه وايي، د دغه خبرو په ترڅ کې ولسمشر بایډن خپل چینايي سیال شي جین پینګ ته د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د تجهیزاتو د برابرولو په صورت کې د احتمالي ناوړه عواقبو په اړه معلومات ورکړل.
سپینې ماڼۍ دا نه دي ویلي، چې د بایډن دغه خبرو ته د چین د ولسمشر غبرګون څه وو.
چینايي رسنیو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل