د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان پلاوی به هم د افغانستان په اړه درېیم جوړېدونکي سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت مطبوعاتي سرچینې وايي، دغه غونډې ته به د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی ورشي.
سرچینې زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متقي به په ناسته کې د ګډون تر څنګ د ځینو هې،ادونو له دیپلوماتیکو استازو سره هم وګوري.
په دې سفر کې به دغه راز له چینايي لوري سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو او بشردوستانه مرستو هم خبرې کېږي.
د یادونې ده، چې دا تر ایران او پاکستان وروسته درېیم کنفرانس دی چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه جوړېږي.
ټاکل وشې یاد کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په چین کې جوړ شي، چې د سیمې هېوادونه به په کې برخه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل