سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د د ښت سیمي په یوه کور کې شوې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، د هاوان یوې زړې ګولۍ په دغه کور کې چاودلې، چې ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، په ټپیانو کې مور، پلار او د هغوی اولادونه شامل دي.
دی وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
وړمه شپه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم په یوه کور کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله د یو ماشوم او دوو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي و.
جمهورخبري آژانس:کابل