افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما ویلي، دا غونډه سبا چهارشنبې د کب ۱۱ مه د کابل پر وخت ۷:۳۰ بجې پیلږي او رسنۍ کولی شي په ژوندۍ بڼه یې نشر کړي.
سرچینه وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبورا لاینز به یادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دا د یوې میاشتې په جریان کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه ده چې تر سره کیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل