ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او غواړي د افغانانو د لاسنیوي لپاره لا ډېرې مرستې راجلب کړي.
مېرمن لاینز زیاتوي، تر ټولو مهم هدف یې دا دی چې لومړی د افغانستان بانکي سیستم بېرته فعال شي او مرستندویه موسسې وکړی شي له افغانانو سره خپلې مرستې شریکې کړي.
د یوناما مشرې ټینګار کړی چې باید د افغانستان بانکي سیستم شفاف او منظم وي او دوی په نړیواله کچه ددغه سیستم د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل