ځینو رسنیو د خپلو سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د افغان حکومت یو پلاوی لندن ته ولاړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پلاوي د تګ کره نېټه نه ده معلومه خو ویل کېږي، د دغه پلاوی مشرۍ به د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد کوي.
یاد پلاوی به لند کې د دغه هېواد له چارواکو سر پر بشردوستانه مرستو خبرې وکړي.
دغه پلاوی داسې مهال لندن ته روان دی چې تازه یې په جینوا کې له نړیوالې ټولنې سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
افغان حکومت وایي چې دغه خبرې رغنده وې او ټولو اړخونو ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر هم په دې لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستو د ډېرېدو ژمنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل