راپورونه وایي، د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی اېس آی مشر جنرال ندیم احمد نجم ترکیه کې له ځينو پخوانیو افغان مشرانو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اینډیډپټ فارسي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې دغه لیدنه د ترکېې پلازمېنه انقره کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال ندیم نجم ترکیې ته تللی او هلته یې له د افغانستان د جنبش ګوند له مشر عبدالرشید دوستم، د وحدت حزب له مشر محمد محقق او د جمعیت ګوند جمعیت ګوند له مشر عطا محمد نور سره لیدلي دی.
په راپور کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې شوې او دواړو اړخونو خپل نظرونه سره شریک کړي دي.
دغه رسنۍ زیانوي، چې جنرال ندیم تر دې وړاندې د طالبانو خلاف د دویم مقامت په نوم د جبهې له مشر احمد مسعود سره هم لیدلي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغو ډلو د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې هم له پاکستان سره نيږدې اړيکې لرلې.
تر اوسه یادو کسانو د دغه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل