راپورونه وايي، ایراني ځواکونو ۱۰۰ تنه افغان پناه غوښتي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کډوال په تېرو شپږو میاشتو کې د ایراني ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي او مړي یې افغانستان ته سپارل شوي دي.
د نیمرز ځایي چارواکو ایراني پوله ساتو ځواکونو نه یوازې سل افغان پناه غوښتونکي وژلي، بلکې سلګونه نور یې به ډزو او وهلو ټکولو ټپیان کړي دي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست مسوولان هم وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۶۰ ډېر وهل شوي او ژوبل شوي افغانان له ایران څخه افغانستان ته رااستول شوي دي.
د دغو کسانو خپلوان وايي چې هغوی د ایراني ځواکونو له لوري بد وهل شوي دي.
د لوېدیځو سرچینو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې تر یو ملیون ډېر افغانان ایران ته تللي دي.
ایران ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل