سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د سلواغې ۲ مه د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ په جنګل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دغه پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د فاریاب د احصايې رییس هم شامل دی.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل