د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا وايي، په افغانستان کې سختو ورښتونو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، سخت ژمي، ورښتونو او د اړینو امکاناتو نشتون د افغانستان ډېری ولایتونو ته د مرستې رسونې بهیر له ستونزوسر مخ کړی دی.
د سرچینې په وینا همدا اوس د ګڼو ولایتونو په تېره د لرو پرتو ولسوالیو لارې د واورو د ورښت له امله تړل شوې او دوی د مرستو په رسونه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
ملګري ملتونه وایي ښایي د روان وضعیت له امله شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان متاثر شي او د ژمي تر پایه لا ډېر خلک بشري مرستو ته اړ شي.
ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې تازه په تازه یې له نړیوالو له افغانستان سره د مرستو لپاره د شاوخوا ۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل