پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولتي بانک له افغانستان سره د مرستو د راټولولو لپاره د صندوق له جوړولو ډډه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانک ویلي، د عمران خان په مشرۍ دې حاکم ګوند پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
ویل کېږي چې د پاکستان دولتي بانک له نړیوالو بندیزونو څخه د وېرې له امله د عمران خان دا غوښتنه رد کړې ده.
د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې هېواد به یې له افغانستان سره د مرستې لپاره یو مالي صندوق جوړ کړي څو مرستندویه هېوادونه په اسانۍ وکولی شي له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
د پاکستان دولتي بانک وروسته تر هغه له دې پرېکړې تېرېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ راپور ورکړل شوی دی چې لومړی وزیر د اقتصادي بحران د لا پراختیا مخنیوي په موخه هڅه کوي چې له ایایمایف څخه نور پور واخلي.
خو د عمران خان دې پرېکړې ډېری پاکستانیان غوسه کړي دي.
دوی ویلي چې وطن په کچکول نه ابادېږي او عمران خان دې د خیرات غوښتلو پر ځای پیاوړې اقتصادي پالیسۍ جوړې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل