سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت امر عابد بشير په یوه پېښه کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د بټي کوټ د امنیت امر وژل شوی دی
23 جدی 1400 ساعت 9:31
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت امر عابد بشير په یوه پېښه کې وژل شوی دی.
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت امر عابد بشير په یوه پېښه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، عابد بشري په دغه ولسوالۍ کې د یوې شخړې د حل په موخه سیمې ته تللی و، چې د شخړې یوه لوري پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.
دوی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د عابد بشیر یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.
چارواکو ویلي، د پېښې لامل مالوم نه دی خو دوی یې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی دی او وروسته به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 146718
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146718/