د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به افغانستان ته طبي او خوراکي توکي ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو ویلي، په دغه مرستو کې به ۵۰ زره ټنه غنم او طبي وسایل شامل وي، چې ۵۰۰ زره ډوزه د کرونا واکسین هم دی.
ویل کېږي چې دغه مرستې به په راتلونکو دوو اوونیو کې افغانستان ته ورسېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ هند په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته د کرونا د واکسین ۵۰۰ زره ډوزونو د مرستې اعلان وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل