راپورونه وايي، ازبکستان او تاجيکستان ته د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته اړول شوې چورلکې بېرته افغانستان ته نه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري اژانس ويلي، يادو هېوادونو په دې اړه خپل دریځ امريکا متحده ايالاتو ته په ډاګه کړی.
سرچینې دا نه دي ویلي، چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو سره په څومره شمېر افغان هليکوپټرې تاجيکستان او ازبکستان ته وړل شوي؟
خو په وینا یې تاجيکستان او ازبکستان د يوه برخه هلیکوپټرو د نه سپارلو خبره امريکا متحده ايالاتو ته کړې ده.
معلومه نه ده، چې امريکا دغې غوښتنې ته کوم غبرګون ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل