په افغانستان کې پر رسنیو د څارنې خپلواک افغان مرکز ویلي، طالبانو د نورین ټلوېزیون موسس او څښتن محمد عارف نوري خوشې کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوري پرون سه شنبې د مرغومي ۶ مه له دوه ورځې بند وروسته خوشی شوی دی.
نوموړی د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په کارته پروان سیمه کې له خپل کور څخه طالبانو بېولی وو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکي ویلي و، چې د نوري نیول کېدل د هغه له رسنیز فعالیت سره اړیکه نه لري.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې طالبانو نوري په کوم تور نیولی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل