راپورونه وايي، کندهار کې یو کس د اهل تشیع یوه جومات ته ننوتی او د جومات په ملا امار او نورو کسانو یې د چړو ګزارونه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي امنیتي سرچینې زیاتوي، دغه پېښه پرون یکشنبې د مرغومي ۵ مه د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې سیمه کې رامنځ ته شوې.
عیني شاهدان ویلي، یو تن په دغه سیمه کې د امام علي جومات ته ننوتی لومړی یې پر ملا امام د چړې ګزارونه کړي او وروسته یې درې تنه لمونځ کوونکي هم په چړو وهلي دي.
د دوی په وینا برید کوونکي د لمونځ کوونکو پر صف ننوتی و او د لمانځ له ادا وروسته یې دغه کار کړی دی.
ویل کېږي د پېښې ټپیان میرویس روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی او برید کوونکی د طالبانو له خوا نیول شوی، چې دا مهال تر پوښتونو لاندې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل