عیني شاهدان وايي، پلازمېنه کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پشنبې د مرغومي ۲ مه غرمه مهال د کابل ښار د درېمې حوزې اړوند سیمه کې د پاسپورټ ریاست مخې ته شوې ده.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او زیان په اړه معلومات نشته خو کورنیو چارو وزارت یې پخلي کړی دی.
د یادونې ده، دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې د پاسپورټ ریاست د جدول له مخې پنشنبې ورځ یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره ځانګړې شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل