د سور صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې دغه بنسټ تر اوسه پورې شاوخوا لس زره روغتیایي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه بنسټ په ۲۳ ولایتونو کې د سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو شاوخوا ۱۰ زره روغتیایي کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې دي.
سرچینې ویلي، دوی به په افغانستان کې ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د هغوی میاشتنۍ تنخواګانې ورکړي چې د خپلې ژمنې پر بنسټ یې تر اوسه پورې لس زره کسانو ته د هغوی معاشونه ورکړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل