راپورونه وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرڅول شوي حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
سرچینې:
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکني حکومت استازي استعفا کړې
25 قوس 1400 ساعت 9:50
راپورونه وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرڅول شوي حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
راپورونه وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرڅول شوي حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ځینو افغان دیپلوماتانو ویلي، ښاغلي اسحاقزي خپله استعفا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته وړاندې کړې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دغه استازي د استعفا لامل افغانستان د نظام نسکوریدل او کابل سره د غلام محمد اسحاقزي د اړیکې پرې کیدل ګڼل شوي.
خپله ښاغلي اسحاقزي يا د ملګرو ملتونو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د باور ورکولو کمېټې د دغه څوکۍ لپاره د طالبانو غوښتنه رد او غلام محمد اسحاقزی یې پر خپل ځای پرېښود.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 145740
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145740/