مرکزي بانک اعلان وکړ، چې دوی د ملګرو ملتونو د ۲۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې څلورمه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک پرون ناوخته یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه ویلي، چې دوی پرون د ۱۹.۲ میلیون ډالرو کڅوړه تر لاسه او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارله.
دغه بانک وایي، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې په هېواد کې د فقر او بې وزلۍ مخه ونیسي او خلکو ته یې ډاډ ورکړي، چې ډېر ژر به بانکي سیستم سم او د خلکو اسعاري اړتیاوې به پوره شي.
همدارنګه مرکزي بانک خلکو ته ډاډ ورکړي، چې ټولې هڅې کوي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانستان ثبات تر مطلوب حد پورې وساتي.
جمهورخبري آژانس:کابل