د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغانستان خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه خبرې پر تلېفون شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې بحثونه کړي او د بشري مرستو پر رسولو یې ټینګار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي، دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې په دغه هېواد کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل