ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په یوه رسمي سفر هند ته ولاړ شي او له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ به د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین نن دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مه هند ته ځي او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره به وګوري.
له مودي سره د پوتین د لیدنې اساسي موضوع به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي، خو کېدای شي د افغانستان په اړه هم سره خبرې وکړي.
ځکه څو ورځې وړاندې هند کې د روسیې سفیر ویلي و، چې هېواد یې د هند له هغو اندېښنو سره همغږی دی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې لري.
هند ته د پوتین سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې ټاکل شوې د هند او روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران هم به نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه ګډه غونډه ولري.
د دوی د غونډې مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت وي، ځکه روسیه او هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
ډېره اندېښنه هم د هند ده او هغه له همدې امله غواړي، چې د روسیې سره د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.
پر دې سربېره به غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.
دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل