راپورونه وایي، ټاکل شوې روسیه او امریکا یو ګډ کنفرانس جوړ کړي، چې په کې به د افغانستان په اړه هم مهمې خبرې وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر اوسه د دغه کنفرانس د جوړېدو ځای او نېټه نه دي په ګوته شوي، خو ویل کېږي، چې ګډونوال به یې د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران وي.
د دوی د غونډې مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت وي، ځکه روسیه او هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
ډېره اندېښنه هم د هند ده او هغه له همدې امله غواړي، چې د روسیې سره د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.
پر دې سربېره به غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.
دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل