د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د ۱۶ هېوادونو له استازو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه دوحه کې شوې او په کې افغان لوري له دغه استازو غوښتي، چې هېوادونه یې دې بېرته کابل کې خپل سفارونه پرانیزي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي، اقتصادي، سیاسي، بشري او روغتیايي وضعیت خبرې وشوې.
یاده غونډه کې د المان، کاناډا، فنلنډ، نیوزیلنډ، ایټالیا، جنوبي کوریا، د اروپايي ټولنې کمېشنرۍ، هسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، استرالیا، برېتانیا او جاپان استازو ګډون درلود.
نوموړي زیاته کړې، چې د ناستې ګډوالو د افغانستان امنیتي وضعیت وستایه او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستان سره باید بشردوستانه او روغتیايي مرستې وشي.
په ورته وخت کې افغان لوري د امنیت د خوندیتوب تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د دغه مرستو په رسولو کې به له بشري سازمانو سره پوره همکاري کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي متقي له دغه استازو وغوښتل، تر څو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او واقعیتونه له نېږدې وګوري تر چې له افغانستان سره د اړیکو نوی مثبت باب پرانستل شي.
دا غوښتنه پر داسې مهال کېږي، چې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، هند، المان او ځینو نورو اروپايي هېوادونو له وړاندې اعلان کړی، چې ډېر ژر به افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
جمهورخبري آژانس:کابل