هندي رسنیو راپور ورکړي، چې امریکا او هند غواړي او هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو ویلي، هندي او امریکايي پلاوي په تازه لیدنه کې پر هغه تګلاره بحثونه کړي چې له مخې به یې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو یوه ستره هوکړه لاسلیک کېږي.
د سرچینې په وینا هندي او امریکايي لوري ویلي، ډېر ژر به دغه تګلاره نهایي شي او د دواړو لورو د مشرانو ترمنځ به په ځانګړو مراسمو کې لاسلیک شي.
باید و ویل شي، چې د امریکا او هند ترمنځ له یوه کال راهیسې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر یوه هوکړه کار روان دی چې په هغه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر مهمو مواردو بحثونه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل