د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیک ته په ځواب کې ویلي، واشنګټن له مخکې طالبانو ته واضح کړې وه، چې واک به په زور نه نیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا طالبانو ته ویلي و، که په افغانستان کې د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي.
نوموړي زیاته کړې، همداسې وشوه، طالبانو د خبرو پر ځای د زور له لارې واک تر لاسه کړ.
دی زیاتوي، د مشروعیت او ملاتړ لپاره د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړولو، د اقلیتونو، مېرمنو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي په ورکولو باید وګټل شي.
وېټ وايي، افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د کلونو وچکالۍ او کرونا وبا له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې، خو په وینا یې امریکا به د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې روانې ساتې.
د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، واشنګټن په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستې کونکو سره هر ډول همکاري کوي.
ده ټینګار کړي، چې د طالبانو سره به ښکاره او ریښتینې دیپلوماسي پالي او په خبره یې که طالبان د شتمنیو خلاصېدل غواړي لومړی باید مشروعیت وګټي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس نه په یو پرانیستې لیک کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د خلاصید غوښتنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل