د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي په مشرۍ به افغان پلاوی اسلام آباد ته ولاړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، دغه پلاوی به سبا چهارشنبې د لړم ۱۹ مه اسلام آباد ته رسمي سفر وکړي.
نوموړی وايي، په دې سفر کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو، ترانزیت او د دواړو لورو خلکو ته په تګ راتګ د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې کېږي.
له متقي سره په دې سفر کې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستان او په بېلو برخو کې جوړ شوي کاري ګروپونه ملتیا کوي.
بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، دغه کاري ګروپونه به له پاکستاني لوري سره د اړیکو د پراختیا او سوداګریزو چارو د اسانتیا طرحې او پلانونه شریکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل