د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان په اړه خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې اناتولي آژانس خبر ورکړی، چې ښاغلي اردوغان له بایډن سره د جي ۲۰ غوندې په څنډه کې کتلي او د افغانستان پر موضوع یې خبرې اترې ورسره کړې دي.
د ترکیې ولسمشر په یوه خبري ناسته کې ویلي، له بایډن سره یې د افغانستان، سوریې، لیبیا او مدیترانې سمندر په اړه تر خبرو ور هاخو د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم توافق کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ترکیه به د ناټو سازمان په چوکاټ کې له خپلو متحدینو سره یو ځای د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل