د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له خپل ویب سایټ نه د هغه لسګونه زره افغانانو انځورونه او ویډیوګانې پاکې کړې، چې له خطر سره مخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انځورونه او ویډیوګانې، چې په کې ښودل کېږي افغانان له امریکايي ځواکونو سره کار کوي، په موقت ډول د پنټاګون له ویب سایټ څخه پاک کړل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، د اګست د میاشتې راهیسې او د افغانستان نه د تخلیې د بهیر پر وخت هغه انځورنه د پنټاګون د ویب سایټ نه لرې شول چې د خطر سره مخ افغانانو مخونه او یا د هغوي مشخصات پکې ښکاره کېدل.
نوموړي زیاته کړې، هر وخت چې خوندي وبلل شي، دغه انځورونه به بیرته د پنټاګان په ویب سایټ کې واچول شي.
کربي ویلي، د وزارت د بصري معلوماتو د ویش خدماتو د څانګې څخه ۱۲۴ زره انځورونه او ۱۷ زره ویډیوګانې لرې او آرشیف شوې دي.
دی وايي، د دې محتویاتو لرې کول او آرشیف کول یو ستر کار و او شاوخوا ۲ میاشتې وخت یې ونیوه، چې لا هم بشپړ شوی نه دی.
جان کربي ویلي، دا پریکړه د امریکا د حکومت د اندیښنو له مخې شوې چې داسې نشي طالبان چې د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته رسیدلې د هغو افغانانو پسې د غچ اخیستنې اقدام وکړي چې په تېرو شلو کالونو کې یې د امریکا سره په افغانستان کې مرسته کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل