د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اګست میاشتې له پایه تر اوسه پورې یې ۶۰۰ نور امریکايي او افغان وګړي له افغانستانه ایستلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند ند پرایس ویلي، دغه کسان د طالبانو په مرسته ایستل شوي، چې ۳۴۶ یې امریکایان او ۲۴۵ نور افغانان دي.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو تېره اوونۍ هم د هغو امریکایانو او افغانانو په ویستو کې مرسته وکړه، چې امریکا ورته ځانګړې ژمتیا لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل