د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو ایستلو په اړه د بایډن پر اداره نیوکې کړې او دا یې د اندېښنې وړ کاربللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بولټن دې هېل نشریې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې له افغانستانه وتل ناکامه پرېکړه او د وتلو بڼه له شرمه ډکه وه.
نوموړي ویلي، د امریکا اوسنی حکومت باید د افغانستان په اړه اندېښنه ولري، ځکه په وینا یې په دغه هېواد کې د ترهګرو د فعالیت زیاتېدو په اړه وېره شته ده.
بولټن په دې مقاله کې د بایډن پر حکومت او د تېرو ولسمشرانو پر اداره هم نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه یې واضح دریځ نه درلود او د میلیاردونو ډالرو لګښت تر څنګ یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د امریکا د ملي امنیت پخواني مرستیال ویلي«موږ افغانستان پرېښود خو افغانستان به امریکا او د دوی متحدین پرې نه ږدي.»
دغه پخواني امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې ښایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل