په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازی ګیم سونګ وايي، په افغانستان کې د اوسني روان بحران اصلي مسووله امریکا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سونګ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال ویلي، امریکا په افغانستان کې لسګونه زره انسانان و وژل او میلیونه افغانان یې مهاجرت ته اړ کړل.
د شمالي کوریا استازي ملګرو ملتونو ته په خاطب کې و ویل، نور د دې وخت رارسېدلی، چې دغه سازمان د پر کمزورو هېوادونو د زبرځواکونو هېوادونو د یرغل د مخنیوي لپاره یو قوي بنسټ رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل