ټاکل شوې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره وګوري او د افغانستان په اړه خبرې ورسره وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په یوه مکالمه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت د ارزولو په موخه د روسیې او هند د یوه ګډ پلټ فارم پر جوړولو هوکړه کړې وه.
په دې کې د روسیې او هند د ملي امنیت سلاکاران شامل دي او دوی به د سیمې وضعیت ارزوي.
هندي رسنۍ وايي، په نوې لیدنه کې به د افغانستان د وضعیت او احتمالي ګواښونو په اړه خبرې وشي او وروسته به د خبرو پایلې له رسنیو سره شریکې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، د افغانستان په اړه باید نړیوال کنفرانس جوړ شي او ټول هېوادونه دې پر ګډو ګټو بحثونه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل