د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسنی ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې وايي، بایډن د نړۍ په کچه امریکا وشرموله او هغه باید د خپل دې کار له امله استعفا ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ډول یوه فاجعه وه ځکه طالبانو امریکا ته تاریخ وټاکه، په ټاکلې نېټه یې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه او بایډن هم په هغه تاریخ د ځواکونو د ایستلو ماموریت پای ته ورساوه.
ټرمپ ټینګار کړی دی بایډن باید له امریکایانو او ټولې نړۍ بښنه وغواړي او تر هغه وروسته دې د امریکا او خپل عزت لپاره استعفا وړاندې کړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې بایډن نن له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا کار باید پخوا لا شوی وای.
د یادونې ده، چې امریکایي ځواکونه د تېرې دوشنبې په شپه د اګست ۳۰ مه په بشپړه توګه له افغانستان څخه و وتل او دلته یې شل کلن یرغلیز ماموریت پای ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس:کابل