د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د مسئلې په اړه محتاط و اوسي او په احتیاط قدمونه واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند وانګ ون بين پرون سه شنبې د وږي ۲ مه يوه خبري ناسته کې ویلي،افغانستان يو خپلواک او حاکميت لرونکی هېواد دی.
نوموړي زیاته کړېامريکا او ملګري هېوادونه يې بايد له تاريخ څخه درس واخلي او د افغانستان مسئلې په اړه دې پر خپلو ناوړو کړنو کتنه وکړي او محتاطانه روحيه او اقدامات دې غوره کړي.
وانګ ون وايي، نړيواله ټولنه بايد پر مثبت لوري د افغانستان د حالاتو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د سولې او بيارغونې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د پرمختګ د قوت د لوړوالي په برخو کې دې د افغانستان له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړي، چې د بنديزونو لګول مسئله نه شي حلولی، بلکې منفي اغېزې به ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جي ۷ یا سترو صنعتي هېوادونو په غونده کې ټینګار وشو، چې دوی د طالبانو اعمال څاري او په اړه به یې عجولانه پرېکړه ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل