د امریکا ولسمشر جوبایډن د برېتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسون سره د افغانستان د ورستیو تحولاتو په اړه تلېفوني خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر برېتانیا د لومړي وزیر دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جانسون او بایډن خبرې پرون سه شنبې د زمري ۲۷ مه شوې دي.
سرچینه وایي، دواړو لورو په دې تلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوې انساني فاجعې او بحران د مخینوي لپاره یو موتی شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه راز دواړو د حد اکثر افغانسانو د ایستلو لپاره پر همکارۍ هم ټینګار کړی او ژمنه یې کړې ده.
د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، اجازه باید ورنه کړل، چې په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوڼې له منځه ولاړې شي.
دواړو له ترهګرۍ څخه د برېتانیا او امریکا پر ساتنې او دغه راز د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په اړه هم ټینګار کړی دی.
جانسون، بایدڼ ته له افغانسانو سره د خپلو بشردوستانه مرستو او ګډوال ته د پناه د ورکړې په اړه هم معلومات ورکړي دي.
د برېتانیا چارواکو تازه اعلان او ژمنه کړې، چې ۲۰ زره افغانانو ته به په دغه هېواد کې پناه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل