په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۱۸ هغه په بشپړه توګه نیولي مخښ امریکايي سناتور لنډسي ګراهام یو ځل بیا له دې هېواد د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرېکړه نیوکه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام په خپله ټوېټر پاڼه ټينګار کړی، چې په افغانستان باندې د طالبانو واک د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی.
نوموړي زیاته کړې، طالبان لا هم د القاعده او داعش سره رښتینې خواخوږي لري او امریکا ته به یې ګواښ د وخت په تېرېدو معلوم شي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو غیر مشروط وتل بشپړ سقوط دی نو ځکه باید د ولسمشر بایډن پرېکړه له سره و ارزول شي.
امریکايي سناتور ګراهام ویلي، د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ باندې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو سره د مقاومت جوګه و.
ګراهام دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې بایډن درې ورځې وړاندې یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړې څخه دفاع وکړه.
نوموړي ویلي وو، له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو په پرېکړې پښیمانه نه دی او د افغانستان مشران باید د روانو ستونزو غم وخوري.
په ورته وخت کې امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې د اختتام پلوي دي او له افغان حکومت سره به مرستې روانې ساتي.
جمهورخبري آژانس:کابل