افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل پخواني لومړي مرسیتال مارشال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي دوستم لیدنه نن شنبې د زمري ۱۶ مه شوې په کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې اترې شوې دي.
د ارګ خبرپاڼه د دوستم له قوله ویلي، چې دی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او له خپلو خلکو او خاورې به په پرېکنده توګه دفاع وړي.
ښاغلي دوستم زیاته کړې د دې وخت رارسېدلی، چې د خپلو ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د هېواد د امنیت د ښه کولو او له ارزښتونو څخه د دښمن پر وړاندې دفاع وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل