چین له وسله والو طالبانو په کلکه غوښتي، چې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي، له جګړې لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محی الدین سره دوشنبې کې تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان لانجه پوځي حل لار نه لري او دواړه خواوې باید د سیاسي جوړجاړي له لارې جګړو او ستونزو ته د پای ټکی کېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه پوځي قوت په توګه طالبان باید هغه مسوولیتونه وپېژني چې د ملت په وړاندې یې لري.
وانک يي زیاته کړه، چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډولو سره اړیکې پرېکړي، جګړې ودروي او د افغانستان د سیاست میدان ته داخل شي.
که څه هم د دې ناستې ډېر جزیات نه دی ورکړل شوي، خو چین او امریکا تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې که طالبان د زور له لارې واک تر لاسه کړي دوی به یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.
جمهورخبري آژانس:کابل